پېښور کښې خودکش حمله کوونکے اؤ سهولت کار هلاک

Jun 30, 2025 - 12:33
 0  0
پېښور کښې خودکش حمله کوونکے اؤ سهولت کار هلاک

 پېښور کښې يو خودکش حمله کوونکے اؤ دهغه سهولت کار هلاک کړے شويدي، دغه خبره دسي ټي ډي لخوا شوې ده،

 دسي ټي ډي ترمخه  ددهشت ګردۍ لويه منصوبه ناکامه کړې شوې ده،  په حساس تنصيب دحملې منصوبه بندي بې نقابه کړے شوې ده، دافغانستان نه راغلے خودکش حمله کوونکے وژل شوے دے،

 دفتنه الخوارجو دوه دهشت ګرد وژل شويدي، سي ټي ډي وئيلي دي چې دهشت ګردو نه خودکش جيکټ اؤ ګوله بارود برامد شويدي، په خفيه اطلاع کامياب انټلي جنس بيسډ اپريشن شوے دے

. ددهشت ګردو سره ډزو کښې اهلکارو ته کوم نقصان نۀ دے رسيدلے. دهلاک دهشت ګرد پيژندګلو دمنير  احمد ولد محمد ګل په نوم سره شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي