دامريکائي حملو په جواب کښې دايران په قطر اؤ عراق کښې په امريکائي فوجي اډو حملې

تهران، دوحه( بي بي سي، روئټرز) دايران سرکاري ميډيا اعلان کړے دے چې ايران دامريکائي حملو په جواب کښې دطاقتور اؤ فاتحانه ردعمل ابتدا کړې ده، دايران سرکاري خبري ادارې تسنيم ترمخه پاسداران انقلاب قطر اؤ عراق کښې په امريکائي اډو ميزائيلونه داغلي دي، ايران دې اپريشن ته دبشارت الفتح نوم ورکړے دے.
دپاسداران انقلاب لخوا جاري کړے شوي بيان کښې وئيل شويدي چې سپينې ماڼۍ اؤ دهغوي اتحاديانو ته واضحه پيغام ورکولے شي. په بيان کښې وئيل شويدي چې دايران سالميت، خپلواکۍ اؤ قومي سلامتۍ خلاف به دهرې حملې جواب ورکولے شي.
دبي بي سي ترمخه په قطر کښې دچاؤدنو دغږونو اوريدل کيدو اطلاعات ترلاسه شويدي، په اسمان ميزائيلونه هم ليدل شويدي. بل اړخ ته دروئټرز خبري ادارې ترمخه د العديد ائيربيس په لوري شپږ ميزائيلونه فائر کړې شويدي.
اخوا په قطره کښې دبرطانيې اؤ امريکې سفارتخانو دحفاظتي اقداماتو په تناظر کښې خپلو وګړو ته محفوظو ځايونو ته دمنتقل کيدو هدايات جاري کړيدي
.همدغه شان قطر د اولسي وګړو، استوګنو اؤ سيلګرو دحفاظت په نظر کښې نيولو سره دملک فضائي حدود بند کړيدي. ددې نه علاوه دايراني وسله والو فوجونو مشر ميجر جنرل عبدالرحيم موسوي وئيلي دي چې ددوي ملک به په جوهري مقاماتو دامريکائي حملو په جواب کښې مناسب ردعمل ورکوي.
دتسنيم خبري ادارې ترمخه پخپل يو ويډيو پيغام کښې دايراني وسله والو فوجونو مشر ووئيل دټرمپ دا قدم دهغه مايوسي څرګندوي اؤ ددې مقصد خپله پراکسي( اسرائيل) اؤ نيتن ياهو ريسکيو کول دي. ميجر جنرل عبدالرحيم موسوي وئيلي دي چې امريکائي صدر ته داسرائيلي وزيراعظم دزوال نخښې ښکار شوې وې اؤ هم په دې سبب هغه په ايران حملې کولو سره هغه ته دمصنوعي ساه ورکولو کوشش کړے دے.
بل اړخ ته دقطر حکومت په العديد کښې په قائمې امريکائي فضائي اډې دايران لخوا دشوې حملې غندنه کړې ده.
دقطر دخارجه وزارت ترجمان ماجدالانصاري دسماجي رابطې په سائت ايکس ليکلي دي چې مونږ دا دقطر درياست دخپلواکۍ، ددې دفضائي حدودو، بين الاقوامي قانون اؤ متحده قامونو دچارټر ډاګيزه خلاف ورزي ګڼو. دۀ وئيلي دي چې دقطر فضائي دفاعي نظام حمله په کاميابۍ سره ناکامه کړې ده اؤ ايراني ميزائيلونه ئې ناکامه کړيدي، اډه دوړاندې نه خالي کړے شوې وه. دۀ وئيلي دي چې دقطر دوسله والو فوجونو غړو، ملګرو فوجونو اؤ نورو پشمول په اډه کښې دموجودو اهلکارو حفاظت يقيني کولو لپاره ټول ضروري اقدامات شوي وو. مونږ ددې خبرې تصديق کوو چې په حمله کښې کومه مرګ ژوبله نۀ ده شوې.
په عين حال کښې تيره شپه دامريکائي حملې نه پس دايران په اسرائيلو لا شديده حمله، خېبر ميزائيلونه ئې وداغل
دامريکې لخوا دايران دجوهري تنصيبتو په نخښه کولو نه پس ايران په اسرائيلو په لسګونو بيلسټک ميزائيلونو سره حمله کړې ده چې پکښې خېبر ميزائيل هم شامل دے.
امريکې خپل جديد ترين بي -٢ بمبار طيارو دلارې دايران درې جوهري تنصيبات فردو، نطنز او اصفهان په نخښه کړي، امريکائي صدر اعلان کړے چې هغه په دې حمله کښې دفردو ايټمي پلانټ مکمل تباه کړے دے.
دايران خارجه وزير دامريکې په فضائي حملو خپل سخت ردعمل ښودلے اؤ وئيلي ئې دي چې ايران به ددې جارحانه کارروائيو خلاف په پوره قوت سره مزاحمت کوي
دخارجه وزارت په بيان کښې وئيل شويدي چې امريکې دايران جوهري تنصيباتو باندې حملې کولو سره دبين الاقوامي قوانينو سنګينه اؤ بې مثاله خلاف ورزي کړې ده، دنيا دې نۀ هيروي چې دسفارتي عمل په دوران ترتولو لوئې خيانت امريکې وکړو، چې داسرائيلو دجارحيت حمايت کولو سره ئې دايران خلاف دخطرناک جنګ اغاز وکړو.
ايران پخپلو جوهري تنصيبآتو دامريکې دحملو نه پس په اسرائيلو جوابي ميزائيلونه داغلي دي چې په نتيجه کښې ئې تل ابيب اؤ مقبوضه بيت المقدس په چاؤدنو سره لړزيدلي دي، داسرائيلي ميډيا ترمخه په دې حملو کښې تراوسه ٨٦ کسان ژوبل شويدي
ايراني چارواکو وئيلي په حملو کشې ئې داسرائيلي فوج ١٤ تنصيبات په کاميابۍ سره په نخښه کړيدي چې پکښې سپورټ بيسز، کمانډ اؤ کنټرول سينټرز اؤ بائيولاجيکل ريسرچ سنټرز هم شامل دي.
درائټرز ترمخه ايران دامريکې دکارروايۍ په ردعمل کښې تل اپيب اؤ بيت المقدس باندې ميزائيلونه داغلي دي چې غږونه ئې په ټول ښار کښې اوريدل شويدي
دالجزيره رپورټ ترمخه اسرائيلي فوج ددوه ايراني ډرونز رانسکورولو دعوه کړې ده چې پکښې يو داردن دسرحد سره نزدې ودرول شوے دے.
دپاسداران انقلاب بريګيډئير جنرل علي محمد دعوه کړې ده چې په ايران دحمله کوونکو طيارو پته لګول شوې چې هغه دا وخت چرته دي اؤ هغه څه وخت هم په نخښه کيدے شي.
What's Your Reaction?






