دټرمپ دنوبيل انعام لپاره نامزدګي دغلامۍ اخري حد دے، بيرسټر سيف

Jun 23, 2025 - 12:27
 0  0
دټرمپ دنوبيل انعام لپاره نامزدګي دغلامۍ اخري حد دے، بيرسټر سيف

دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې  دشهبازشريف  نوبيل انعام يافته صدر ټرمپ   دايران په معصومو وګړو نيغ په نيغه حمله کړې ده ،  دټرمپ دنوبيل انعام لپاره نامزدګي دغلامۍ اخري حد دے

 بيرسټر سيف پخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې  شهبازشريف دې چاپلوسي پريږدي اؤ دايبسولوټلي ناټ( انکار)  کولو همت دې پيدا کړي، داقتدار لپاره  دچاپلوسۍ پځائے قيدي نمبر ٨٠٤ جوړيدل ډير بهتر دي. 

بيرسټر سيف وئيلي دي چې  شهبازشريف دې چاپلوسي ضرور وکړي خو دملکي اؤ قومي مفاداتو خيال دې هم وساتي، دۀ ووئيل چې صدر ټرمپ اتۀ ځله په غزه کښې دجنګ بندۍ قراردادونه مسترد کړي دي،

دۀ وئيلي دي چې   دايراناؤ اسرائيلو ترمينځ دمينځګړتوب پځائے  په معصومو وګړو حملې  کيږي، څوک چې په مسلمانانو بمونه وروي  هغه دنوبيل انعام لپاره نامزد کول  دپوهې نه بالا خبره ده، دچاپلوسۍ هم کوم حد وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي