ازاد کشميرښې څلور عسکريت خوښي ووژل شول، دوه پوليس اهلکار شهيدان

May 30, 2025 - 01:30
 0  0
ازاد کشميرښې څلور عسکريت خوښي ووژل شول، دوه پوليس اهلکار شهيدان

 دپاکستان دزيرانتظام کشمير دپوليس ائي جي رانا عبدالجبار وينا ده چې په کشمير کښې څلور عسکريت خوښي وژل شويدي چې پکښې دوه سکه وروڼه وو او ددوي تعلق دراولاکوټ سره ؤ.

 ائي جي رانا عبدالجبار وئيلي   مونږ هغوي ته  دوسلې غورزولو وينا وکړه، مونږ هغوي ګرفتارول غوښتل خو هغوي ډزې وکړې، دلاسي بمونو استعمال ئې وکړو، خودکش جيکټ ئې وچولو

 ديارت په ورځ  انسپکټر جنرل پوليس ازاد کشمير رانا عبدالجبار په حسين کوټ کښې دتيرې شپې  په کارروايۍ   ائي جي افس مظفراباد کښې يو تفصيلي پريس کانفرنس کړےدے، دۀ ملکي اؤ بين الاقوامي ميډيا ته دتفصيلاتو ښودلو پهدوران ووئيل چې دپوليسو لخوا دشوې اهمې کارروايۍ په دوران دراولاکوټ ځنګلونو کښې ددهشت ګردو خلاف اپريشن شوےدے چې پکښې څلور دهشت ګرد وژل شوي، دوه پوليساهلکارو دشهادت جام نوش کړے اؤ پينځه ژوبل شويدي.

دۀ ووئيل دکوم نيټ ورک خلاف چې اپريشن شوے دهغې مشر ډاکټر روف دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي