اسلام اباد:ټک ټاکره اوټ لوفره خپل خاوند وژلې اؤ بيا ئې خودکشي کړې

Mar 23, 2026 - 00:52
 0  30
اسلام اباد:ټک ټاکره اوټ لوفره خپل خاوند وژلې اؤ بيا ئې خودکشي کړې

 اسلام اباد( وحدت خبر) داسلام اباد دهمک تاڼې په حدودو کښې مشهور ټک ټاکره اوټ لوفره، چې خپل نوم ئې ثناء جاويد ؤ، خپل خاوندپه مبېنه توګه په ډزو سره وژلې اؤ بيا ئې خاوند هم خودکشي کړې ده.

 پېښه دهمک تاڼې حدودولنګهم ټاور سره نزدې شوې ده،وژل شوې ټک ټاکر اوټ لوفره داټک اوسيدونکې وه.

  دهغه دقتل مقدمه  په همک تاڼه کښې درج کړے شوې ده چې ترمخه ئې يو ځوان چې نوم ئې محمد صادق دے، چې په سر په ګولۍ لګيدلے، په ابتدائي توګه معلومه شوې چې هغه پوليس کښې کانسټيبل تعينات ؤ.

صادق داټک پوليس نه لرې کړے شوے ؤ،صادق وړومبے پخپلې ميرمنې ډزې کړي اؤ وروسته ئې ځان پسر په ډز ويشتلے اؤ خودکشي ئې کړې ده. په موقعه دډزودرې خولونه او يو نائن ايم ايم تمانچه ترلاسه شوې، پوليسو تمانچه په قبضه کښې اخستې ده.

ټک ټاکرې ثناء جاويد وړومبے دشفيق احمد نومې تن سره وادۀ کړے ؤ چې دهغه نه ئې خلع اخستې وه اؤ وروسته ئې  دصادق سره دويم وادۀ کړے ؤ.

دپوليسو وينا ده چې دثناء جاويد اؤ صادق ترمينځ به اکثره جنګونه کيدل اؤ پېښه دکورنۍ شخړې له امله شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي