خېبرپښتونخوا کښې دبارانونو له امله ١٧ کسان مړۀ،٥٦ ژوبل

Mar 30, 2026 - 16:00
 0  10
خېبرپښتونخوا  کښې دبارانونو له امله ١٧ کسان مړۀ،٥٦ ژوبل

پېښور( وحدت خبر) خېبر پښتونخوا کې د25 مارچ نه د روانو بارانونو له امله په بېلابېلو ضلعو کښې د ځاني او مالي زيانونو لومړنے راپور خپور شوے دے۔ د صوبايي ډيزاسټر منيجمېنټ اتھارټي (PDMA) ترمخه د بارانونو له امله د کورونو چتونو او ديوالونو د غورځېدو په نتيجه کښې تر اوسه پ  17 کسان وژل شوي او 56 کسان ژوبل شوي دي۔ د  پي ډي ايم اے ترمخه د  مړو شوو کسانو کښې14 ماشومان، يو سړے او دوه ښځې شاملې دي، او د ژوبل شوو کسانو کښې 25 سړي، 5 ښځې او 26 ماشومان شامل دي۔ راپور ښائي چې د بارانونو له امله ټول 11 کورونو ته جزوي زيان هم رسېدلے دے۔ د تفصيلاتو له مخې د وژل شوو کسانو تر ټولو زيات شمېر په بنو کښې 8، اېبټ اباد کښې5، شمالي وزيرستان کښې1، کوهاټ کښې 2 او بټګرام کښې 1 دے  پي ډي ايم اے وائي چې Rescue 1122، ضلعي اداره او نور اړوند ادارې په يو بل سره په  رابطه کښې دي او د امدادي کاروايۍ روانې دي۔ د متاثرې ضلعو ادارو ته هدايت   شوے چې د مړو شوو کسانو کورنيو او نورو متاثره کسانو ته سمدستي امدادي سامان ورکړي، په ځانګړې توګه تر ټولو زيات متاثره ضلع بنو کښې فوري مالي مرسته دې وکړے شي   پي ډي ايم اے د ضلعي ادارو نه غوښتنه کړې چې امدادي کاروايۍ  تيزې کړي او متاثره کسانو ته سمدستي مرستې برابرې کړي۔ د موسمياتو ادارې ترمخه د صوبې په بېلابېلو ضلعو کښې بارانونه په وقفې وقفې سره روان دي  د عامو خلقو  نه غوښتنه شوې چې بې ضرورته سفر ونه کړي، حساس سيلاني ځايونو ته لاړ نه شي او د اړونده ادارو هداياتو  باندې عمل وکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي