دپاکستان په سلامتي کونسل کښې دامريکې اؤ حوثيانو ترمينځ دجنګ بندۍ هرکلے

May 15, 2025 - 13:54
 0  1
دپاکستان په سلامتي کونسل کښې دامريکې اؤ حوثيانو ترمينځ دجنګ بندۍ هرکلے

 دملګرو ملتونو  دسلامتي کونسل په اجلاس کښې پاکستان دحوثيانو او امريکې ترمينځ   جنګ بندي مثبت پرمختګ، يوه اهمه سفارتي کاميابي اؤ ديمني فريقينو ترمينځ  داخلي سياسي  مکالمې ته دودې ورکولو موقعه ګرځولې ده.

دډان نيوز ترمخه  په يمن دسلامتي کونسل په اجلاس کښې قومي بيان ورکولو په دوران په دوران په متحه قامونو کښې دپاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد ووئيل چې  دا موقعه  ضائع يا غلط استعماليدل نۀ دي پکار، دا ديوې جامعې اؤ يمني زيرقيادت سياسي عمل مخ په وړاندې غزولو لپاره استعماليدل پکار دي.

عاصم افتخار  په يمن کښې دلکونو کسانو په مسلسل  مصيبت دژور تشويش اظهار کړے، چې  ديوې لسيزې نه دزياتې جاري شخړې او خصوصاً  بحيره احمر او پراخه مينځني ختيز کښې دسيوا شوي علاقائي تاؤتريخوالي په سبب نور سنګين  شوے دے.

 عاصم افتخار په دې خبره زور  راوړے دے چې  دا مسئله چې کله يوازې دداخلي نوعيت وه، اوس يوه پيچيده علاقائي اؤ بين الاقوامي بحران جوړ شوے  دکوم چې سنګين انساني، سياسي، معاشي او ماحولياتي اثرات دي.

 دۀ  ديمني تنازعې دپرامنه او سياسي حل لپاره دپاکستان مضبوط عزم تکرار کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي