سکالره اؤ تعليمي ماهره ډاکټر عارفه سيده زهرا پحق ورسيده

Nov 10, 2025 - 15:52
 0  7
سکالره اؤ تعليمي ماهره ډاکټر عارفه سيده زهرا پحق ورسيده

سکالره اؤ تعليمي ماهره ډاکټر عارفه سيده زهرا پحق ورسيده، ډاکټر عارفه سيده زهرا فارمن کرسچن کالج کښې دتاريخ دپروفيسرې په توګه خدمات ترسره کول،  مرحومه  دزنانه ؤ يونيورسټۍ لپاره دلاهور کالج پخوانۍ پرنسپله  اؤ دپنجاب نګرانه وزيره هم پاتې شوې وه، عارفه سيده زهرا دقومي کميشن برائے زنانه چئيرپرسن هم پاتې شوې وه. عارفه سيده زهرا  ايم اے اردو ګورنمنټ کالج لاهور نه  کړې وه، هغې ايسټ ويسټ سينټر، يونيورسټي اف هوائي نه په تاريخ کښې دډاکټريټ ډګري ترلاسه کړې وه.

عارفه سيده د١٩٨٦ نه ٢٠٠٩م پورې  دګورنمنټ کالج فار ويمن ګلبرګ لاهور پرنسپله وه. هغې ته په اوو ژبو عبور ترلاسه ؤ، عارفه سيده تعليمي، انتظامي، سماجي اؤ دثقافتي کميټيو غړې وه. مرحومې په اردو ژبه، ادب اؤ دجنوبي ايشيائي معاشرتي امورو ژور بصيرت لرلو،صدرمملکت  اؤ علمي اؤ ادبي حلقو دډاکټر عارفه سيده زهرا په مړينه دژور خفګان اؤ افسوس اظهار کړے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي