جنګ بندۍ کښې په کردار ادا کولو دوزيراعظم دامريکائي صدر دکردار ستائينه

May 10, 2025 - 22:54
 0  0
جنګ بندۍ کښې په کردار ادا کولو دوزيراعظم  دامريکائي صدر دکردار ستائينه

  وزيراعظم شهبازشريف  دپاک وهند جنګ بندۍ په اړه د ردعمل اظهار کړے دے. پخپل يو بيان کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې مونږ دصدر ټرمپ دقيادت اؤ په سيمه کښې دامن لپاره دهغه پۀ کردار دهغه شکريه ادا کوو او  دا نتيجه مونږ په خطه کښې  دامن او استحکام په مفاد کښې قبوله کړې ده. دۀ ووئيل چې  دا پرمختګ دمسائيلو دحل لپاره  ديو نوي اغاز علامت دے. دۀ ووئيل  دې مسائيلو خطه دډيرې مودې راهسې متاثره کړې اؤ دامن، خوشحالۍ اؤ استحکام په لاره کښې ئې خنډ اچولے دے.

  ددې نه وړاندې پاکستان ائيرفورس  دجے ايف ١٧ تهنډر هائپرسونک ميزائيلونو دلارې په ادم پور کښې دهند ايس-٤٠٠ سيسټم تباه کړے دے، دهند سورتهـ ګړهـ ائيرفيلډ هم تباه کړے شوے دے.

 خواوشا درې اونۍ وړاندې     مقبوضه کشمير کښې وسله‌والو د ګرځندويانو په يوه مشهور ځائے پهلګام  کژې پـ سيلانيانو  حمله کړې وه چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکښې ووژل او ۱۷ نور ټپيان شول.

هند دغه  حمله کښې پاکستان ککړ بللے خو اسلام اباد دهند نه په دې اړه ثبوت غوښتے  اؤ ورته ئې ددې حملې په تحقيقاتو کښې  دمرستې تجويز هم ورکړے ؤ کوم چې هند نۀ دے منلے اؤ ددې په ځائے ئې

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه هند پر پاکستان بريدونه وکړل چې پکښې دائي ايس پي ار ترمخه ٣١ اولسي وګړي شهيدان او ٥٧ نور ژوبل شوي وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي