ټول قام په متحده کيدو سره ددشمن مقابله کړې ده، جنرل عاصم منير

May 16, 2025 - 23:39
 0  1
ټول قام په متحده کيدو سره ددشمن مقابله کړې ده، جنرل عاصم منير

 چيف اف ارمي سټاف جنرل سيد عاصم منير وئيلي دي چې  ټول قام په متحده کيدو سره ددشمن مقابله کړې ده

 جنرل عاصم منير دپاک وهند جنګ په دوران دپاکستاني ميډيا دکردار ستائينه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې  ميډيا زمونږ فخر دے،  ميډيا چې هندي ميډيا ته کوم جواب ورکړے هغه يادګاردے.

 ارمي چيف جنرل سيد عاصم منير په اسلام اباد کښې  دشکر ويستلو دورځې ددستورې په موقعه ميډيا سره په غيررسمي خبرو کښې ووئيل چې  مونږ څه پټ کړي نۀ دي، ټول حقيقت مو بيان کړے دےز

 دۀ ووئيل چې  دميډيا کردار په پوره معامله کښې شاندار پاتې شوے دے، څنګه چې زمونږ ميډيا   جواب ورکړے په هغې وياړ لرو اؤ زمونږ دميډيا کردار ذمه وارانه ؤ.

 جنرل عاصم منير ووئيل ټول قام په متحده کيدو سره ددشمن مقابله کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي