غزه کښې حماس سره نښته، اسرائيلي فوجي هلاک

Jul 3, 2025 - 16:44
 0  0
غزه کښې حماس سره نښته، اسرائيلي فوجي هلاک

دغزه شمالي برخه کښې جاري داسرائيلي فوجي کارروايۍ په دوران حماس اؤ صيهوني  ځواکونو ترمينځ نښته شوې ده چې پکښې يو اسرائيلي فوجي هلاک اؤ درې نور سخت ژوبل شويدي،

 دبين الاقوامي ميډيا ترمخه اسرائيلي فوج ددې نښتې تصديق کړے اؤ وئيلي ئې دي چې  هلاک شوے اهلکار ١٩ کلن سارجنټ يانيو ميخالووچ ؤ.

 په ژوبل شوو کښې يو ټينک کمانډر، يو کمانډو اؤ يو عام سپاهي شامل دي چې حالت ئې نازک ښودل کيږي اؤ دمرګونو په شمير کښې داضافې اندېښنه ده. سږکال دحماس سره زمکنۍ نښته کښې داسرائيلو دوژل شوو فوجيانو شمير ٢١و ته رسيدلے، په مجموعي توګه اکتوبر ٢٠٢٣م نه تراوسه ٤٤٢ اسرائيلي فوجيان وژل شويديدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي