ايران سره دقبلولو جوګه واحده لار وسله غورځول دي، امريکائي صدرډونلډ ټرمپ

Mar 7, 2026 - 00:57
 0  18
ايران سره دقبلولو جوګه واحده لار وسله غورځول دي، امريکائي صدرډونلډ ټرمپ

واشنګټن(  ميډيا رپورټ)  دامريکې  صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې  اوس دايران سره واحده دقبلولو جوګه لاره په غيرمشروط توګه وسله غورځول پاتې شويدي، صدر ډونلډ ټرمپ  پخپل سوشل ميډيا پليټ فارم ټروتهـ سوشل وئيلي دي چې دايران سره به هيڅ قسمه معاهده نۀ کيږي ، بغير  ددې نه چې هغوي په مکمله توګه وسله وغورځوي. دۀ وئيلي دي چې  دايران لخوا دوسلې غورځولو نه پس به هلته ديو داسې قيادت انتخاب کولے شي چې دمنلو وړ اؤ بهتر وي، صدر ټرمپ وئيلي دي چې ددې نه پس به  امريکا اؤ دهغوي اتحاديان دايران دتباهۍ دغاړې نه دراويستلو اؤ دمعيشت دبحالۍ لپاره  کار کوي.

 امريکائي صدر اميد څرګند کړے دے چې  دغه شان  به دا ملک دوړاندې نه ډير مضبوط اؤ ترقي يافته  جوړ شي، په مستقبل کښې ايران يو لوئې اؤ مضبوط معاشي ملک جوړيدے شي، امريکائي صدر پخپل بيان کښې وئيلي دي چې  دايران  مستقبل به روښانه وي اؤ ددې ددوباره دعظيم جوړولو ضرورت دے. بلخوا ډونلډ ټرمپ ته ددعا کولو لپاره يو شمير پادريان اوول افس ته ورغلي دي، پادريانو دايران خلاف دجاري جنګ په دوران دصدر ټرمپ اؤ امريکائي فوج دکاميابۍ لپاره دخدائے پاک نه رهنمائي غوښتې اؤ دامريکائي صدر دمضبوطۍ لپاره ئې  دعا کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي