نوښار، دتيزرفتاره ټرين په زد کښې راتللو له امله ځوان مړ

Sep 14, 2025 - 22:00
Sep 14, 2025 - 22:02
 0  7
نوښار، دتيزرفتاره ټرين په زد کښې راتللو له امله ځوان مړ

نوښار( وحدت خبريال) نوښار کښې  دتيزرفتاره ټرين په زد کښې راتللو له امله ځوان مړ شوے دے،  دحکيم اباد اسماعيل خان په مقام ټرين ٢٢ کلن ځوان چقولے دے.

دپوليسو اؤ ريلوے چارواکو ترمخه  دوه ويشت کلن ځوان  دپاټلۍ نه تيريدو چې په پۀ دې دوران  دپېښور نه کراچۍ ته روان ټرين رحمان بابا ايکسپريس  هغه په ټکر ووهلو، دمړ شوي ځوان پيژندګلو د٢٢ کلن  اکمل ولد نواب علي په نوم سره شوې ده.

دريسکيو١١٢٢ ترمخه دمړ شوي ځوان مړے  دپوسټ مارټم لپاره ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال نوښار ته منتقل کړې شوے دے.  دپاکستان ريلوے چارواکو ترمخه دپېښې  تحقيقاتو لپاره  محکمې ته خط ليکل شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي