ايران اؤ اسرائيل به امن معاهده وکړي،صدر ټرمپ

دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې اسرائيل اؤ ايران دواړو ته دامن معاهده کول پکار دي
پخپل سوشل ميډيا پليټ فارم ټروتهـ سوشل امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ليکلي اؤ پيشګوئي ئې کړې ده چې دا دواړه ازلي دشمنان به يوه معاهده کوي.
ټائمز اف اسرائيل له مخې امريکائي صدر دعوه کړې ده چې اوس اوس هغه دهند او پاکستان ترمينځ دممکنه تنازعې ختمولو لپاره په کاميابۍ سره مداخلت کړے اؤ دخپل وړومبي صدارت په موده کښې ئې سربيا اؤ دکوسوو ترمينځ هم تنازع ختمه کړې وه.
دۀ وئيلي دي چې دغه شان به زمونږ داسرائيلو اؤ ايران ترمينځ امن وي، دا وخت ډير کالونه او ملاقاتونه روان دي، زۀ ډير څه کووم، خو ماته کله هم دکوم څيز کريډټ نۀ ترلاسه کيږي، خو هيڅ خبره نۀ ده، عوام په هر څه پوهيږي، مينځنے ختيز به دوباره عظيم جوړوو.
What's Your Reaction?






