پېښور، دګنده ګير ګينګ خلاف دپوليسو کارروائي

Mar 28, 2026 - 15:38
 0  12
پېښور، دګنده ګير ګينګ خلاف دپوليسو کارروائي

پېښور( وحدت خبر) دپېښور پوليسو دګنده ګير ګينګ خلاف کارروائي کړې ده، دکيپټل سټي پوليس پېښور لخوا جاري شوي بيان ترمخه   دسربند اؤ پشتخره تاڼې مشترکه کارروائي کړې ده چې پکښې   غيرقانوني مورچې اؤ تعميرات ړنګ کړے شويدي، دپوليسو دبيان ترمخه   ملزمان تيښته کښې کامياب شويدي چې د ګرفتارۍ لپاره ئې  خصوصي ټيمونه جوړ کړے شوي دي. پوليسو وئيلي دي چې ملزمان دسنګينو جرمونو مختلفو مقدمو کښې مطلوب اؤ ريکارډ يافته دي. پوليسو داولسي وګړو دځان ومال تحفظ لپاره بغير دامتياز نه کارروايۍ جاري ساتلي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي