وزيراعلى پېښور کښې دسيف سټيز پراجيکټ باقاعده پرانسته وکړه
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي په پېښور کښې دسف سټيز پراجيکټ باقاعده پرانسته وکړه، په دې لړ کښې ملک سعد شهيد پوليس لائنز کښې دستورې ته په وينا کښې وزيراعلى سهيل افريدي ووئيل چې ددوه اربو اؤ درويشتو کروړو روپو په لګښت سره مکمل کيدونکې دپېښور سيف سټي منصوبه به يو جديد، جامع اؤ مربوط ښاري سيکورټي نظام فراهم کړي چې دامن وامان صورتحال بهتر جوړولو کښې به کليدي کردار ادا کړي، ده ووئيل چې دسيف سټي منصوبې لاندې به دپېښور ١٣٣ اهمو اؤ حساسو مقاماتو باندې په مجموعي توګه ٧١١ جديد کيمرې نصب کولے شي چې دښار موثره نګراني به يقيني کړي. وزيراعلى ووئيل چې ډي ائي خان، بنو اؤ لکي مروت کښې هم دسيف سټي منصوبې دتکميل په مرحلو کښې دي اؤ دا به ډير زر فعاله کړے شي، دصوبې ټولو ډويژنل هيډکوارټرز اؤ ضم شوو ضلعو کښې به دسيف سټي منصوبو اغاز دجون نه پس کولے شي، سهيل افريدي دسيکورټي په صورتحال دتشويش اظهار وکړو اؤ وې وئيل چې دامن وامان صورتحال ورځ په ورځ خرابيږي، دبلوچستان نه پس خېبرپښتونخوا کښې دترهه ګرۍ دکارروايۍ کوشش پوليسو په وخت ناکامه کړے دے. دۀ ووئيل وفاقي نمائندګانو سره دملاقات په دوران ئې يوه واضحه مطالبه مخې ته کيښوده چې کۀ چرې قومي ترجيحات بدل نۀ کړے شول نو حالات نور خرابيدے شي. دۀ ووئيل بورډ اف پيس، ايران، اسرائيل اؤ دامريکې په اړه په فيصلو کښې دې پارليمان اؤ قوم په اعتماد کښې واخستل شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0