داے اين پي په شمالي وزيرستان کښې د خودکش حملې غندنه ،دګډ اؤ بيډ طالبانو دتقسيم منلو نه انکار

Mar 7, 2026 - 00:39
 0  11
داے اين پي په شمالي وزيرستان کښې د خودکش حملې غندنه ،دګډ اؤ بيډ طالبانو دتقسيم منلو نه انکار

پېښور( وحدت خبر)  عوامي نيشنل پارټۍ په شمالي وزيرستان کښې په بنو ميرانشاه مين روډ چشمه سربند چيک پوسټ باندې دخودکش حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده، دعوامي نيشنل پارټۍ    مشر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي چې  ددهشت ګردۍ دمسلسل پېښو نه پس به رياست ته په واضحه توګه پښتنو ته وئيل وي چې دسيمې په حواله ئې څه پاليسي ده؟ په شمالي وزيرستان اؤ  جنوبي ضلعو کښې هره ورځ کيدونکې حملې پوښتنې راولاړوي، چې ايا درياست پاکستان رټ هلته قائم دے که نه. کۀ چرې رټ قائم دے نو بيا مسلسل  خونريزي ولې کيږي اؤ کۀ چرې رټ قائم نۀ دے نو ددې ذمه واري به څوک اخلي. څه ورځې وړاندې   دلوبې کوونکې ماشومې دکرکټ نه دمنعې کولو پېښه مخې ته راغلې، تيره ورځ يوه معصومه بچۍ  دخپل بيمار والدينو دکفالت لپاره په محنت مزدورۍ دتشدد نخښه جوړه کړے شوه. په افسوسناکه توګه پېښې روانې دي خو د رياستي ادارو اؤ حکومتي  خاموشي برقراره ده. دۀ وئيلي ايا ددې پېښو دلارې پښتون ټولنې لپاره کوم مخصوص پيغام ورکولے شي.  دپښتنو خاوره يوځل بيا دبدامنۍ اؤ ويرې لوري ته ورديکه کولے شي حالانکې ددې ځائے  عوام دلسيزو راهسې ددهشت ګردۍ قيمت ادا کوي. دۀ وئيلي دي چې عوامي نيشنل پارټي  دشروع ورځې نه په دې موقف قائمه ده چې ددهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې دګډ اؤ بيډ  طالبانو تقسيم  نۀ شي منل کيدے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي