مردان اؤ ټانک کښې دوسله والو حملو کښې دوه پوليس اهلکار شهيدان
ټانک، مردان( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په ټانک اؤ مردان ضلعو کښې دوسله الو په حملو کښې دوه پوليس اهلکار شهيدان شويدي، دپوليسو ترمخه د جومات په حفاظت مامور کانسټېبل تواب خان دنامعلومو وسله والو په ډزو شهيد شوے اؤ وروسته ئې د جنازې لمونځ د هغه په پلرني کلي، علاقه کسکورونه کښې ادا کړل شوے دے ، چې وروسته هغه خاورو ته سپارل شوے دے. د جنازې په مراسمو کښې ايس پي هيډکوارټر رضوان حبيب، د سيمې نورو پوليس افسرانو، ځوانانو او د علاقې ګڼ شمېر خلقو شرکت وکړ.و په دې موقع شهيد ته د پوليسو لخوا سلامي شوې اؤ او د وطن او قوم لپاره د هغه قربانۍ ته پيرزوئينې اؤ درناوے وړاندې کړل شے دے. وروسته د شهيد پر قبر ګلونه کېښودل شول او د هغه د درجاتو د لوړوالي لپاره ځانګړې دعا وشوه. ګډونوالو دا عزم څرګند کړو چې د شهيدانو قربانۍ به ضايع کېدو ته پرېنښودل شي او د امن دښمن عناصرو پر ضد به کارروايۍ روان ساتل کېږي. بلخوا دجهانزيب په نوم يو پوليس اهلکار دټانک دملازئي پوليس تاڼې پۀ حدودو کښې وسله والو په نخښه کړيدے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0