دوزيراعظم په مشرۍ دپارليماني ګوندونو دمشرانو غونډه، دترهه ګرۍ دخاتمې عزم
اسلام آباد ( وحدت خبر،اے پي پي) په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې بېلا بېلو ګوندونو په روان وضعيت كښې د ملي يووالي او اتفاق په حاجت زور راوړلو سره سيمه كښې سولې لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو ستائنه او د دې لا زياتولو په اړتيا ټينګار كړے دے۔ د پارلماني ګوندونو د مشرانو او استازو غونډه د شورو په ورځ دلته د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته په پاكستان – افغانستان صورتحال ٬ ايران او خليج كښې د روانې كړكېچنې وضعې او د پاكستان سفارتي هڅو په اړه ان كېمره بريفنګ وركړے شو۔ د بيان له مخې د ګډون كوونكو ټولو سياسي ګوندونو پارليماني لارښودو د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په روان وضعيت كښې د ملي يووالي او اتفاق په حاجت زور راوړلو سره سيمه كښې سولې لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو ستائنه او د لا زياتولو په اړتيا ټينګار وكړو او د مستقبل تګلارې له ئې وړاندېزونه وركړل۔ ټولو هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو له د خپل مضبوط لوظ پخلے وكړو۔ ګډون كوونكو د پاكستان په پراخا ګټه كښې د ټول سياسي قيادت اعتماد كښې اخستلو له د وزيراعظم د دې اقدام ستائنه او د هغه مننه وكړه۔ مولانا فضل الرحمان په دې موقعه وئيلي دي چې پي ټي ائي اؤ اپوزيشن ګوندونه دې هم په بريفنګ کښې شامل کړے شي، دۀ ووئيل چې دسيمې په بدليدونکي صورتحال دې پارليمان په اعتماد کښې واخستل شي، تجويز مې دا دے چې سياسي مشرانو ته دې په پارليمنټ کښې بريفنګ ورکړے شي، دسينيټ چئيرمين سيد يوسف رضا ګيلاني دمولانا فضل الرحمان دتجويز تائيد وکړو. نورو شرکاؤ هم ووئيل چې په ماضي کښې هم مخې ته په راغلو پېښو په پارلمان په اعتماد کښې اخستل شوے دے. دذريعو وينا ده چې وزيراعظم د پارليمان د ان کيمرا اجلاس درابللو په اړه اتحاديانو اؤ مولانا فضل الرحمان نه وخت وغوښتو اؤ وې وئيل چې دپارليمان داجلاس درابللو په اړه مشوره کوو. دوزيراعظم مشير رانا ثناء الله جيو نيوز سره په خبرو کښې ووئيل په اين کيمرا اجلاس کښې عسکري قيادت ووئيل چې ايران سره مو وړاندې هم رابطې کړي اؤ اوس هم رابطې کوو، کوشش کوو چې غلط فهمۍ لرې شي. امريکې ته هم باور ورکول پکار دي چې دايران سره په معاهده کښې دپيش رفت نه پس دحملو جواز نۀ جوړيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0