دايراني حملو جواب ورکولو لپاره تيار يو، سعودي عرب

Mar 4, 2026 - 10:08
 0  1
دايراني حملو جواب ورکولو لپاره تيار يو، سعودي عرب

 سعودي عرب وئيلي دي چې هغوي به دخپلې سلامتۍ دفاع اؤ داولسي وګړو تحفظ لپاره هر ضروري اقدامات کوي، دا بيان دسعودي عرب سرکاري خبري ادارې جاري کړے دے. دسعودي عرب  کابينې په دې خبره زور راوړے دے چې مملکت دخپلو ټولو صلاحيتونو پکار راوستلو لپاره تيار دے چې دغه شان داتحادي ملکونو حمايت ترلاسه کړے شي کوم چې دايران لخوا دکومې ممکنه حملې جواب ورکوي. دسعودي عرب دسرکاري خبري ادارې ترمخه دسعودي کابينې  دويډيو کانفرنس دلارې اجلاس ترسره کړے دے چې صدارت ئې ولي عهد اؤ وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزلز ال سعود کړے دے.ددې اجلاس نه پس تفصيلي اعلاميه جاري کړے شوې ده. کابينې ته په اوسنيو ورځو کښې دسيمې صورتحال  په اړه شوو رابطو او مشاورت په لړ کښې بريفنګ ورکړے شوے دے. کابينې دهاغو  وروڼو اؤ ملګرو ملکونو دمشرانو دموقف ستائينه کړې چې دسعودي عرب، خليجي تعاون کونسل ملکونو اؤ  په اردن دايراني حملو غندنه ئې کړې ده. کابينې دهاغو وروڼو ملکونو سره دمکمل يکجهتۍ اظهار کړے چې خاوره ئې دايراني جارحيت نښه جوړه شوې ده اؤ وئيلي ئې دي چې سعودي عرب ددې ملکونو دحمايت لپاره خپل ټولو صلاحيتونو پکار راوستلو ته تيار دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي