دپي ټي ائي خلق طالبانو ته بهته ورکوي، ددفاع وزير

Dec 6, 2025 - 15:05
 0  1
دپي ټي ائي خلق طالبانو ته بهته ورکوي، ددفاع وزير

اسلام اباد( وحدت خبر) ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې تحريک انصاف ددهشت ګردۍ خلاف دجنګ پرانستے مخالفت کړے دے، دپي ټي ائي خلق طالبانو ته بهته ورکوي، دجيو نيو پروګرام اج شاهزيب خانزاده کيساتهـ  کښې دخبرو په دوران خواجه اصف وئيل چې  په فوج تنقيد مونږ هم کړے خو سره ليکه مو نۀ ده سر کړې، دۀ ووئيل چې دخېبرپښتونخوا وزيراعلى ددهشت ګردۍ خلاف جنګ نۀ کوي، بيرسټر ګوهر له څوک لفټ نۀ ورکوي،دهغه دپارټۍ ورکران دهغه خلاف بيان ورکوي، ددفاع وزير ووئيل چې  دپي ټي ائي چئيرمين به څه خبره وکړي چې دهغه  خپله پارټي مخالفانه بيانونه ورکوي، دۀ ووئيل چې  دپي ټي ائي دباني خور  چې دبهارتي ميډيا سره  کومې خبرې وکړې هغه په تابوت کښې اخري ميخ ثابت شو. خواجه اصف ووئيل چې  دپي ټي ائي باني هميشه دسياستدانانو سره دخبرو نه انکار کړے دے، دپي ټي ائي کوم شخص چې هم دپاکستان مخالفه خبره کړې، دهغوي پارټۍ يوځل هم ددې غندنه نۀ ده کړې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي