مينځنۍ کرمه کښې دپوليسو په چيک پوسټ حمله، دوه پوليس اهلکار شهيدان

Dec 1, 2025 - 16:01
Dec 1, 2025 - 16:01
 0  1
مينځنۍ کرمه کښې  دپوليسو په چيک پوسټ حمله، دوه پوليس اهلکار شهيدان

کرمه( وحدت خبر) د مينځنۍ  کرمې په چنارک سيمه کښې د پوليسو  پوستې باندې د فتنې الخوارج لخوا بريد کښې  2 پوليس اهلکار شهيد شول،  په ځوابي اقدام کښې د خوارجو 4 ترهګر ووژل شول. د کوهاټ آر پي او عباس مجيد مروت د وينا له  مخې، د وسطي کرم په چنارک سيمه کې ترهګرو  د پوليسو پوستې باندې په خودکار وسلو بريد وکړو  چې په ځواب کې ئې  د پوليسو هم کلکه کارروائي وکړه، سيکورټي فورسز دپولې پورې غاړې نه دترهه ګرو ددراندازۍ کوشش هم ناکامه کړے دے، څلور ترهه ګر وژل شوي شپږ ژوبل شوي دي، تاڼې ته اور لګيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي