وزيراعلى اليکشن کميشن ته پيش شو

Nov 25, 2025 - 15:23
 0  3
وزيراعلى اليکشن کميشن ته پيش شو

 دخېبرپښتونخوا وزيراعلى  سهيل افريدے  انتخابي عملې ته ددهمکۍ ورکولو په معامله دطلبۍ  وروسته اليکشن کميشن ته پيش شوے دے، انتخابي عملې ته ددهمکۍ په معامله دچيف اليکشن کمشنر په مشرۍ کښې پينځه کسيز کميشن سماعت کړيدے. دخېبرپښتونخوا وزيراعلى په کورټ روم کښې حاضري لګولې ده، وکيل علي بخاري  سهيل افريدي ته په روسټرم دراتګ وينا کړې ده، چيف اليکشن کمشنر وزيراعلى ته  وئيلي چې تاسو کښينئ،دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى سهيل افريدي وکيل دپنجاب  دوزيراعلى خلاف درخواست ورکړے دے.اين اے اتلس  سره پيوست حسن ابدال کښې دترقياتي منصوبو په اعلان  دپنجاب دوزيراعلى خلاف دکارروايۍ خواست شوے دے. چيف اليکشن کمشنر ريمارکس رکړي چې تاسو درخواست جمع کړئ، دا به بيل وګورو، علي بخاري ووئيل تاسو هم ددې کيس سره دا درخواست وګورئ، دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي وکيل ووئيل زۀ به خپل موقف تکرار کړم، اليکشن کميشن ته په دې معامله دسماعت اختيار نشته، حلقه کښې دډي ايم او لخوا هم نوټس جاري کړے شوے دے. چيف اليکشن کمشنر ووئيل کۀ داليکشن نه وړاندې وزيراعظم هم خطاب کوي نو هغه ته هم نوټس جاري کيږي، علي بخاري ووئيل دضابطه اخلاق خلاف ورزۍ نورو حلقو کښې هم شويدي، څوک نۀ دي رابلل، چيف اليکشن کمشنر وئيل  نورو حلقو کښې هم دضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ وزيران اؤ اميدواران ـطلب کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي