په صوبه کښې خودساخته دهشت ګردي شروع کړے شوې ده، وزيراعلى سهيل افريدے

Nov 15, 2025 - 21:26
 0  2
په صوبه کښې خودساخته دهشت ګردي شروع کړے شوې ده، وزيراعلى سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې په صوبه کښې دهشت ګردي خودساخته شروع شوې ده،  دترقياتي منصوبو لپاره  دوفاق نه اين او سي نۀ ترلاسه کيږي اؤ وفاق زمونږ  درې زره اربه روپۍ هم راکوي. په کوز دير کښې دڅلويښت ميګاواټه بجلۍ پيدا کولو دصلاحيت کوټو هائيډيل پاور پراجيکټ دپرانستې په موقعه وزيراعلى سهيل افريدي ووئيل چې  خېبرپښتونخوا دارزانې بجلۍ پيدا کولو صلاحيت لري، باني چې کومې منصوبې شروع کړې وې، په دې وياړ لرو اؤ دهغه ټولې منصوبې به پاې ته رسوو. دۀ ووئيل چې  زمونږ دترقياتي منصوبو لپاره اين او سي نۀ ترلاسه کيږي دکوم په وجه چې صوبه دمشکلاتو ښکار ده، په صوبه کښې خودساخته دهشت ګردي شروع کړے شوې ده، ددې په وجه دصوبې معيشت ترقي نۀ کوي. وزيراعلى  ووئيل چې  خېبرپښتونخوا تجربه ګاه جوړه کړے شوې ده، وفاق زمونږ درې زره اربه روپۍ نۀ راکوي، کۀ چرې وفاق زمونږ  دبقاياجاتو ادائيګي وکړه نو صوبه دترقۍ لارې ته سميدے شي. په دې موقعه  دپراجيکټ په حواله  بريفنګ کښې وئيل شويد  چې کوټو هائيډرو پاور پراجيکټ ديوويشت اربه اؤ اووۀ کروړه روپو په لګښت سره مکمل کړے شوے دے، منصوبې سره به کليز دوه سوه اووۀ ملينه يونټه بجلي پيدا کيږي  چې  ترې دوه اعشاريه څلور اربه روپۍ امدن متوقعې دے.  وروسته وزيراعلى  ديو اعشاريه پينځه اربو روپو په لګښت سره داتلس نيم کلو ميټره تورمنګ راز ګرام روډ پرانسته هم وکړه اؤ وې وئيل چې صوبائي حکومت دپن بجلۍ وسائيلو دمعاشي ترقۍ دبنياد جوړولو لپاره  په اوږدمهاله منصوبه بندۍ کار کوي. سهيل افريدي ووئيل چې  دصفا اؤ ارزانې انرژۍ دا منصوبې به  دروزګار ودې اؤ  په صنعتي ترقۍ کښې اهم کردار ادا کوي، دصوبې وړومبے پاور ټرانسميشن لائن خورولے شي  چې ديوولس هائيډرو منصوبو دبجلۍ ترسيل به ممکن کړي. دۀ ووئيل چې  دمقامي پاور هاؤسز نه  پيداکيدونکې بجلي به صنعتونو ته په رعايتي نرخونو ورکولے شي، صوبائي حکومت به دخپل پاور ډسټري بيوشن سيسټم لپاره مکمل  ملاتړ  اؤ مرسته ورکوي. دۀ ووئيل چې دصوبې په  قدرتي وسائيلو وړومبے حق  ددې ځائے دعوامو دے، افسوس دے چې غيرملکي انجنئيرانو دخېبرپښتونخوا دورې لپاره اين او سي نۀ شي جاري کولے، په اين او سي کښې دځنډ په وجه داربونو روپو دماليت اهمې منصوبې دځنډ ښکار کيږي اؤ دا نقصان صرف دخېبرپښتونخوا نۀ بلکې دټول ملک نقصان دے. دۀ ووئيل چې دعمران خان په زړۀ کښې دعوامو درد دے، ددۀ شروع کړے شوو منصوبو ته په کتلو سره وياړ  محسووم، عمران خان منصوبې دعوامو لپاره شروع کړيدي، ددې سوچ کولو نه بغير چې  دافتتاح په وخت به حکومت دچا وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي