کابل کښې فضائي حملې،دټي ټي پي دمشر مفتي نور ولي محسود دوژل کيدو اطلاعات
پېښور: دافغانستان په دارالحکومت کابل کښې فضائي حملې ترسره شوې چې پکښې دکالعدم تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) مشر نور ولي محسود دوژل کيدو ناتائيده اطلاعات ترلاسه شويدي.
دکابل نه دسرچينو وينا ده چې په عبدالحق چراهي کښې دټي ټي پي اؤ القاعده دجنګياليو محفوظ کورونه دوه ځله په نخښه کړے شويدي.
سرچينو وئيلي دي چې ددې حملو بنيادي هدف دټي ټي پي مشر مفتي نور ولي محسود ؤ.
دکابل نه سرچينو وئيلي دي چې دطالبانو ددفاع دوزارت يوه برخه هم په دې هوائي حملو کښې په نخښه کړے شوې ده.
تر دې مهاله کوم ملک يا ډلې ددې حملو کولو ذمه واري نۀ ده قبوله کړې.
دنورو اطلاعاتو ترمخه په کابل کښې شوې يوه حمله کښې يو ګاډے په مکمله توګه تباه شوے دے.
دناتائيده رپورټونو ترمخه په دې ګاډي کښې دکالعدم تنظيم( ټي ټي پي) مشر مفتي نور ولي محسود سور ؤ خو دطالبانو يا پاکستاني چارواکو له لوري په دې پېښه کومه تبصره تر دې مهاله نۀ ده شوې.
دطالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد په ټوئټر په يو بيان کښې وئيل دي چې په کابل کښې ديوې چاؤدنې غږ اوريدل شوے دے خو څوک دې تشويش نۀ کوي، خير او خيريت دے، دحادثې پلټنه روانه ده، دۀ وئيلي دي چې تراوسه دکوم زيان په اړه راپور نۀ دے ورکړل شوے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0