عليمه خان په هګۍ وويشتل شوه
دپخواني وزيراعظم عمران خان خور عليمه خان ميډيا سره دخبرو په دوران په هګۍ ويشتل شوې ده، دعمران خان خور عليمه خان ميډيا سره خبرې کولې، چرته چې هغه چا ناڅاپي په هګۍ ويشتلې ده، دپوليسو لخوا دعليمه خان په هګۍ دويشتلو په تور دوه زنانه نيول شويدي. په دې موقعه عليمه خان دصحافيانو دسوالونو دجواب ورکولو نه بغير واپس تللې ده.
بلخوا دپوليسو وينا ده چې دعليمه خان په هګۍ ويشتونکو زنانه ؤ تعلق دتحريک انصاف سره دے. دپوليس ترجمان ترمخه دخېبرپښتونخوا نه دال ګورنمنټ ايمپلائيز ګرينډ الائنس اؤ ايپکا کسان احتجاج لپاره راغلي وو، دزنانه ؤ په سوالونو دعليمه خان لخوا دجواب په نۀ ورکولو دهګۍ ويشتلو پېښه شوې وه.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0