کوهاټ کې د کارګرو ډاډسن چپه کېدو پېښه کې ۵ تنه مړه او تر لسو ډېر ژوبل شوي
کوهاټ ( نعمت الله خان ) د کوهاټ په تحصیل لاچۍ اړوند سيمه شکردره کې د کارګرو ډک ډاډسن چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه او يوولس نور ژوبل شوي دي.
کوهاټ ريسکيو1122 وياند جواد اپرېدي رسنيو په ويلي، پېښه د شکردرې په برغزي نومې کلي په سړک رامنځته شوې.
د سرچينو په وينا، په دغه ډاډسن له هغو کارګرو ډک و چې د سيمې په سيند اوبو کې يې د سرو زرو موندلو کار کاوه.
وياند ترمخه په دغه پېښه کې ژوبل شوي او مړه شوي کارګر د کوهاټ ضلعي روغتون ته رسولي دي.
د مړه شويو کارګرو شناخت نه دی شوی خو په دغه ټرافيکي پېښه کې ژوبل شوي کارګر د شمالي وزیرستان ، ژوب، لکي مروت او د کوهاټ ضلعې اوسېدونکي دي.
د دغه ټرافيکي پېښې لامل نه دی روښانه چې ولې يې ډاډسن چپه شوی خو په تړاو یې پوليسو خپلې پلټنې پيل کړې دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0