کوز دير، دقبائيلو دترهه ګرو اؤ دهغوي دسهولت کارانو دعلاقه بدر کولو اعلان

Aug 9, 2025 - 23:29
 0  0
کوز دير، دقبائيلو دترهه ګرو اؤ دهغوي دسهولت کارانو دعلاقه بدر کولو اعلان

کوز دير کښې پاک افغان سرحد سره منسلک قبائيلو په علاقه کښې موجودو خارجي دهشت ګردو په ضد دوسلې راپورته کولو ، ددهشت ګردو اؤ دهغوي دسهولت کارانو دعلاقه بدر کولو اعلان کړے دے. درپورټ ترمخه په کوز دير کښې پاک افغان سرحد سره منسلک مسکيني دره قبائيلو په علاقه کښې  ددهشت ګردو  پخپلو علاقو کښې دنۀ پريښودو فيصله کړې ده. قبائيلي جرګې اعلان کړے دے چې کۀ چرې دهشت ګردو دکومې ورانکارۍ کوشش وکړو نو ددوي جائيدادونه به ضبط کولے شي، ددې نه علاوه به دهشت ګرد اؤ دهغوي دسهولت کارانو  کورنۍ علاقه بدر کولے شي، جرګې ددهشت ګردو خلاف دوسلې پورته کولو فيصله کړې ده ، ددهشت ګردو دنقل وحرکت مخنيوي لپاره  ټوله شپه دپهرې ورکولو فيصله هم شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي