په صوبه کښې به دڅه قسمه اپريشن اجازه نۀ ورکوو، ادارې دې دسرحدونو حفاظت وکړي، وزيراعلى
پېښور: دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې په صوبه کښې به دڅه قسمه اپريشن اجازه نۀ ورکوي، ادارې دې دسرحدونو حفاظت وکړي
. دټول ګونديز کانفرنس نه پس علي امين ګنډاپور ميډيا ته دبريفنګ په دوران وئيلي دي چې په ماضي کښې ددهشت ګردۍ خلاف اپريشن شوے، دترهه ګرۍ له امله زمونږ صوبې ته زيات زيان رسيدلے.
دۀ ووئيل چې دګډ طالبانو اجازه به نۀ ورکوو اؤ دلته دګډ طالبانو هيڅ ګنجائش نشته. وړومبے به ادارو دډرون دلارې کارروائي کوله اؤ اوس ترهه ګر هم دډرون دلارې حملې کوي.
دناقدینو په نظر خېبرپښتونخوا صوبه دتيرې زياتې مودې راهسې دترهه ګرۍ اؤ انتها خوښۍ دلعنت ښکار پاتې شوې ده.
که هر څو امنيتي ځواکونو دترهه ګرو عناصرو په ضد څو کرته عمليات هم ترسره کړي اؤ په عارضي توګه امن هم قائم شوے خو دمسئلې جرړې لا اوس هم پاتې دي.
ناقدين دا هم وائي دوخت تقاضا دا ده چې دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره صرف په عسکري حکمت عملۍ انحصار ونۀ کړے شي بلکې دغيرعسکري، سياسي، سماجي اؤ معاشي حل لوري ته هم پام وګرځولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0