ايران دموساد جاسوس تيزندي کړوايران دموساد جاسوس تيزندي کړو

Jun 16, 2025 - 13:20
Jun 16, 2025 - 13:22
 0  2
ايران دموساد جاسوس تيزندي کړوايران دموساد جاسوس تيزندي کړو

ايران داسرائيلي خفيه ايجنسۍ موساد لپاره دجاسوسۍ په الزام کښې سزايافته مجرم اسماعيل فقري تيزندي کړے دے، دعدالتي فيصلې دسپريم کورټ نه دپخلي نه پس دګل په سحر  دهغه  دمرګ په سزا عمل درامد شوے دے.

 دايراني عدليې دميډيا مرکزي لخوا جاري کړے شوي بيان ترمخه اسماعيل فقري په دسمبر ٢٠٢٣م کښې  دايراني سيکورټي ادارو لخوا دشوې يوې پيچيده انټلي جنس کارروايۍ په دوران نيول شوې ؤ، دګرفتارۍ په وخت هغه دموساد ايجنټانو سره  مسلسل په رابطه کښې ؤ.

دتهران ټائمز ترمخه دعدالتي دستاويزاتو نه معلوميږي چې اسماعيل فقري، چې دخدانظر زوې ؤ،  دموساد دوه افسرانو سره په رابطه کښې ؤ اؤ دقومي سلامتۍ په اړه ئې  ډير حساس اؤ خفيه معلومات، لکه  دسټريټجک مقاماتو محل وقوع، دمخصوصو کسانو تفصيلات، اداره جاتي مشن، دمحفوظو ذريعو نه موساد ته دمنتقل کولو کوشش کولو.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي