دوزيراعلى سهيل افريدي پېښور کښې دعمران خان کرکټ اسټيډيم باقاعده پرانسته
پېښور( وحدت خبر) په پېښور کښې دعمران خان کرکټ اسټيډيم باقاعده پرانسته شوې ده، په دې موقعه دخېبررپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي ټي ټوئنتي ميچونو دټکټ دمفت ورکولو اعلان کړے دے. وزيراعلى سهيل افريدي اسټيډيم ته رسيدلے اؤ دتماشبينو سره ئې ملاقات کړے، وروسته هغه پخپله وينا کښې لوبغاړو ته پېښور ته په راتګ هرکلے وئيلے، دۀ ووئيل چې دپېښور عوام دکرکټ سره ډيره مينه کوي اؤ دلته دکرکټ جنون ليدل کيږي. دۀ دپاکستان کرکټ بورډ شکريه ادا کړه اؤ وې وئيل چې بورډ پېښور ته دکرکټ کوربتوب ورکولو سره ددې ځائے مينه والو ته ډيره خوشحالي ورکړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0