دوزيراعلى لخوا دپيټرولو نرخ کښې داضافې مخالفت

Mar 8, 2026 - 02:23
 0  6
دوزيراعلى لخوا دپيټرولو نرخ کښې داضافې مخالفت

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  دفيول سپلائي لائن صورتحال په اړه حکومتي موقف واضحه کړے دے، دايران دجنګ په وجه دفيول سپلائي لا ئنز متاثره کيدو په اندېښنو  دخزانې وفاقي وزير اؤ دپيټروليم وفاقي وزير سره اجلاس ترسره شوے دے، وفاقي حکومت په ممکنه سپلائي بحران اؤ دقيمتونو داثراتو په حواله خېبرپښتونخوا حکومت ته بريفنګ ورکړے دے. وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې  خېبرپښتوخوا حکومت به دداسې کومو اقداماتو حمايت نۀ کوي چې ورسره  نيغ په نيغه عوام متاثره کيږي،  دۀ وئيلي دي حکومتونه دې پخپله فضول خرچۍ کوي او بيا دې  دبحران بوج په عوامو اچوي ،  دحکمرانۍ دا طرز سم نۀ دے، دۀ وئيلي دي چې دايران ، امريکې  اؤ اسرائيلو دتنازعې بوج دپيټرولو قيمتونو سيوا کولو سره په عوامو اچول دمسئلې حل نۀ دے، دبحران په وخت کښې دلګژري لګښتونو پځائے هم دا وسائيل عوامو ته په سبسدۍ ورکولو خرچ کيدل پکار دي. سهيل افريدي ووئيل  حکومت  دې دداسې فيصلو کولو نه ډډه وکړي چې په نتيجه کښې ئې دپيټروليم مصنوعاتو قيمتونو سيوا کيدو سره  په عوامو اضافي مالي بوج پريوځي. دۀ په دې خبره زور راوړے دے چې  دانرژۍ ممکنه بحران مخنيوي لپاره متبآدله حکمت عملي اختيارول ضروري دي چې دغه شان عوامو ته ريليف فراهم کړے شي،  دۀ ووئيل چې صوبائي حکومت به دهر هاغه پاليسۍ مخالفت کوي چې ورسره په ګرانۍ کښې نوره اضافه کيږي اؤ عام وګړي دمشکلاتو ښکار کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي