صوابۍ کښې د غوا په لته ځوان مړ، پنجاب کښې ٤١ کسان ژوبل

Jun 9, 2025 - 17:55
 0  1
صوابۍ کښې د غوا په لته ځوان مړ، پنجاب کښې ٤١ کسان ژوبل
A livestock vendor unloads a cattle from a truck ahead of the Muslim festival of Eid Al-Adha, at a cattle market on the outskirts of Karachi on June 7, 2024. (AFP)

 دخېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کښې دڅاروي ذبح کولو په دوران دغوا دلتې په سبب يو ځوان پحق رسيدلے دے،همدغه شان په پنجاب کښې هم دغه شان پېښوکښې ٤١ کسان ژوبل شويدي.

 دميډيا رپورټ ترمخه  دصوابۍ علاقې ټواپۍ په مينۍ لويه لار کښې دقربانۍ لپاره راوستل شوې غوا دذبح کيدو په دوران په لته يو ځوان وهلے اؤ وژلے دے، غوا دذبح کيدو نه وړاندې په پړو دتړل کيدو په دوران لته وهلې ده کومه چې دځوان په سينه لګيدلې اؤ هغه په موقعه ساه ورکړې ده، دپېښې وروسته دځوان مړے هسپتال ته منتقل کړے شوے اؤ  وروسته وارثانو ته سپارل شوے.

بل اړخ ته دپنجاب مختلفو علاقو کښې  دڅاروو ذبح کولو په دوران  حادثو کښې ٤٤ کسان ژوبل شوي چې پکښې ٣٣ سخت ژوبل شويدي ، ژوبل شوي کسان  مختلفو هسپتالونو ته رسول شويدي.

دريسکيو ١١٢٢ ترجمان ترمخه لاهور، راولپينډۍ، فيصل اباد پشمول مختلفو ضلعو کښې دقربانۍ  کولو په دوران  دڅاروو تښتيدو په دوران دغه پېښې رامينځته شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي