استنبول کښې ترک صدر سره دوزيراعظم شهبازشريف ليدنه، دشريک کار جاري ساتلو عزم

May 27, 2025 - 02:37
May 27, 2025 - 02:38
 0  1
استنبول کښې ترک صدر سره دوزيراعظم شهبازشريف ليدنه، دشريک کار جاري ساتلو عزم

وزيراعظم شهبازشريف ترک صدر رجب طيب اردوان سره  په استنبول کښې ليدنه کړې ده اؤ  داوسني پاک وهند تاؤتريخوالي  په دوران ئې په مرسته اؤ حمايت دترک صدر رجب طيب اردوان باقاعده شکريه ادا کړې ده.

دواړو ملکونو  په مختلفو څانګو کښې  دګڼ اړخيزه مرستې په ودې اؤ علاقائي امن، پائيداره ترقۍ اؤ دخپلو عوامو مشترکه خوشحالۍ لپاره په شريکه دکار جاري ساتلو عزم څرګند  کړے دے.

دوزيراعظم  دمطبوعاتي دفتر نه جاري شوي بيان ترمخه  وزيراعظم شهبازشريف  دجمهوريه ترکيه  دصدر رجب طيب اردوان سره دولما باهچے محل کښې  ليدنه کړې ده چې پکښې دپاکستان اؤ ترکيې ترمينځ دژورو، تاريخي اؤ ورورولۍ   دتعلقاتو عزم تکرار کړے شويدے.

ملاقات کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم شريک ؤ چې پکښې  دسټريټجک کواپريشن کونسل په فيصلو دعمل درامد جاج اخستل شوے دے.

 وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې   دترکيې دحکومت اؤ اولس حمايت  پاکستان لپاره دتسکين اؤ طاقت باعث دے.

 دواړو مشرانو دغزه په سنګين انساني صورتحال هم دژور تشويش اظهار کړے اؤ دفوري جنګ بندۍ اؤ متاثره فلسطيني ابادۍ پورې بغير دخنډ نه دانساني مرستې درسد غوښتنه ئې کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي