غزه کښې په فوځي اپريشن اسرائيلو ته دبرطانيې، فرانس اؤ کينيډا دسختو اقداماتو دهمکي

May 20, 2025 - 23:38
 0  0
غزه کښې په فوځي اپريشن اسرائيلو ته دبرطانيې، فرانس اؤ کينيډا دسختو اقداماتو دهمکي

په غزه کښې روان انساني بحران اؤ داسرائيلو په فوجي کارروائيو برطانيې، فرانس اؤ کينيډا په مشترکه توګه دتحفظاتو  اظهار کړے اؤ اسرائيلو ته ئې د هدفي بنديزونو دهمکي ورکړېده.

په مشترکه اعلاميه کښې وئيل شويدي چې مونږ په غزه کښې  دعسکري اپريشن دغزولو مخالفت کوو، په غزه کښې انساني الميه ناقابل برداشت ده، کۀ اسرائيل دخپلو اقداماتو نه منعې نۀ شو نو مونږ به سخت ايکشن واخلو.

 ددريواړو ملکونو لخوا جاري کړے شوې مشترکه اعلاميه کښې وئيل شويدي چې  مونږ په غزه کښې داسرائيلو د عسکري اپريشن کښې  داضافې سخت مخالفت کوو، په غزه کښې انساني الميه ناقابل برداشت کچې ته رسيدلې ده اؤ داسرائيلو لخوا  دانساني امداد په فراهمۍ کښې خنډونه ناقابل قبول دي.

 په اعلاميه کښې په واضحه توګه وئيل شويدي  چې کۀ چرې  اسرائيل  پخپلو پاليسيو نظرثاني ونۀ کړي او دانساني امداد په لاره کښې  خنډونه برقراره وساتي نو برطانيه، فرانس اؤ کينيډا   داسرائيلو خلاف سختو  اقداماتو کولو سره ټارګيټډ پابندۍ لګولے شي.

 دريواړو ملکونو په اسرائيلو زور راوړے دے چې  دبين الاقوامي قوانينو احترام دې وکړي، انساني امداد دې بغير دخنډ نه غزه ته رسيدو ته پريږدي اؤ د عامو خلقو  حفاظت دې يقيني کړي.

 دوي وئيلي  دي چې کۀ چرې اسرائيلو خپلې کارروايۍ جاري وساتلې نو دا به دعالمي ورورولۍ لپاره ناقابل قبول وي اؤ مونږ به د خپلو سفارتي اؤ معاشي اختياراتو استعمالولو نه ډډه نۀ کوو.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي