شمالي وزيرستان کښې خودکش حمله، 13اهلکار شهيدان،14 ترهه ګر ووژل شول
دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کښې د سيکيورټي فورسز په قافله خودکش حمله شوې ده چې پکښې د پاک فوج ديارلس ځوانان شهيدان شوي دي،جوابي کارروايۍ کښې څوارلس ترهه ګر هم وژلے شويدي،د ترهه ګرو حمله کښې درې عام کسان هم ژوبل شويدي
د ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان ترمخه د شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کښې ترهه ګرو د سيکيورټي فورسز په قافله خودکش حمله کړې ده، حمله کښې دسيکورټي فورسز ديارلس ځوانان شهيدان شويدي ۔
ائي ايس پي ار وئيلي دي چې د ترهه ګرو خودکش حمله کښې د دوؤ ماشومانو او يوې زنانه پشمول درې کسان ژوبل شوي هم دي ۔
ائي ايس پي ار وئيلي دي چې شهيد شوؤ ځوانانو کښې صوبيدار زاهد اقبال، حوالدار سهراب خان،حوالدار ميا يوسف،نائيک خطاب شاه، لانس نائيک اسماعيل، سپاهي روحيل او سپاهي محمد رمضان شامل دي، سپاهي نواب،سپاهي زبير احمد،سپاهي محمد سخي،سپاهي هاشم عباسي او سپاهي منظر علي شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0