افغان ټرانزټ ټريډ به بند وي،پاکستان

Oct 24, 2025 - 22:27
 0  2
افغان ټرانزټ ټريډ به بند وي،پاکستان

 دخارجه دفتر ترجمان طاهر اندراني وئيلي دي چې  افغان ټرانزټ ټريډ دا وخت بند دے اؤ  دسيکورټي صورتحال جائزې اخستو پورې به بند وي، دپاکستانيانو دژوند نه  کوم تجارتي سامان ډير قيمتي نۀ دے. دخارجه دفتر ترجمان دهفته وار بريفنګ په دوران ووئيل چې  په دوحه کښې دشوو مذاکراتو لاندې مو دافغانستان په صورتحال نظر ساتلے دے، ددوحه مذاکراتو نه پس دافغان خاورې نه په پاکستان کومه حمله نۀ ده شوې، دۀ ووئيل نن( په پينځه ويشتم اکتوبر)  داستنبول مذاکراتو دوفد په اړه تفصيلات موجود نۀ دي. افغان خاوره په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ حملو ته دهوا ورکولو اؤ يا ددوي دسرپرستۍ لپاره استعمال نۀ دے پکار. دۀ ووئيل  څو کاله وړاندې چې افغان طالبانو دافغانستان کنټرول سمبال کړو نو په هاغه وخت کښې يقيناً چې يوه مثبته فضاء وه خو دټي ټي پي اؤ نورو وسله والو ډلو لخوا  دافغان خاورې په پاکستان دحملو لپاره استعماليدو سره صورتحال بدل شو. دافغان عبوري چارواکو لپاره واضحه پيغام دے چې ددې حملو مخنيوے وکړئ، دغه مجرمان اؤ کالعدم ټي ټي پي  ترڅنګ دې نور ترهه ګرو قابو کړے شي اؤ ودې نيول شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي