پارټي دانتشار ښکار شوې ده، علي امين ګنډاپور

Sep 5, 2025 - 21:09
 0  0
پارټي دانتشار ښکار شوې ده، علي امين ګنډاپور

 

  د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د سينيټ انتخاباتو لپاره د ټکټونو وېش په اړه  پۀ ټي ائي کښې په شوي تنقيد دغصې اظهار کړے دے. په پېښور کښې د يوې غونډې  پۀ وخت خبر و کښې وزيراعليٰ وويل: "د ټکټونو وېش کښې زما څه کار و؟ د سينيټ انتخاباتو لپاره يو ډرامه جوړ کړل شوه، پۀ ما نيوکه وشوه، حال دادے چې مونږ د خان په حکم عمل کوو، ځکه چې دا ګوند د هغه خپل دے." ده وويل، "زه له خان سره نه پرېښودل کېږم چې ملاقات وکړم، دا ځکه چې هغوي نه غواړي زه له خان سره رابطه ولرم. د ملاقات نه کېدو له امله ګوند ته نقصان رسيږي او ګوند د وېش ښکار کېږي، حال دا چې باني چيئرمين غواړي چې ګوند ونه وېشل شي." علي امين ګنډاپور زياته کړه، "هغه خلق چې ما ته د عمران خان سره د ليدو اجازه نه راکوي، هغوي زمونږ دوستان نه دي، بلکې دښمنان دي. هغوي کاميابه شوي دي ځکه   ګوند دانتشار ښکار شوے دے.  د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ ووئيل  "د خان له خوا د سينيټ اميدوارانو نومونه راغلل، خو ډېر خلقو وويل چې دا دروغ دي، دا نومونه خان نه دي ورکړي. وروسته بيا خپله عمران خان دا خبره تاييد کړه چې نومونه ده ورکړي دي، خو بيا هم د هغو خلقو له جملې نه، چا هم بخښنه ونه غوښته." ده زياته کړه: "هيڅ بې‌غيرته دا ونه ويل چې زه بخښنه غواړم. د بې‌شرمۍ کار خو هم دا دے چې زه بې شرمه شم، هيڅ ونۀ وايم اؤ ثابت هم نۀ کړے شم، علي امين ووييل  دپي ټي ائي باني چئيرمين سره زما اخري ملاقات په دويم اپريل شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي