شمالي وزيرستان کښې په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله، جوابي کارروايۍ کښې درې ترهه ګر هلاک

Sep 1, 2025 - 22:14
 0  2
شمالي وزيرستان کښې په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله، جوابي کارروايۍ کښې درې ترهه ګر هلاک

دشمالي وزيرستان دميرعلي تاڼې حدودو کښې دپوليسو په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ده، پوليسو اؤ سيکورټي فورسز په جوابي کارروايۍ کښې درې ترهه ګر هلاک کړيدي، دترهه ګرو په حمله کښې پوليس  سپاهي نظام الله شهيد اؤ سپاهي انعام الله ژوبل شويدي.

دپوليسو اؤ سيکورټي فورسز جوابي کارروايۍ کښې  ترهه ګر په تېښته مجبور شويدي، درې ترهه ګر وژل شوي اؤ څلور ژوبل شويدي.

 اخوا دترهه ګرو حمله کښې دشهيد شوي پوليس سپاهي نظام الله دجنازې لمونځ ادا کړے شوے دے چې پکښې اعلي عسکري اؤ پوليس چارواکو نه علاوه دسول سوسائټۍ کسانو هم شرکت کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي