بنو کښې دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله، يو اهلکار شهيد، درې ترهه ګر هلاک
دخېبرپښتونخوا په بنو ضلع کښې دپوليسو په چوکۍ ترهه ګرو حمله کړې ده چې پکښې يو پوليس اهلکار شهيداؤ درې نور ژوبل شويدي
دپوليسو په جوابي کارروايۍکښې درې ترهه ګر هم وژل شويدي. دبنو په پوليس چوکۍ فتح خيل دهشت ګردو دشپې ناوخته حمله کړې ده چې په نتيجه کښې ئې يو پوليس اهلکار شهيداؤ درې ژوبل شويدي، ترهه ګرو ددرنو وسلو استعمال کړے دے.
دبنو ډي ائي جي ترمخه ددهشت ګردو شمير دڅلويښتو نه پنځوسو پورې وو، پوليس اهلکارو ددهشت ګردو په کلکه مقابله کړې ده، دشهيد شوي پوليس اهلکار پيژندګلو دنياز په نوم سره شوې ده، همدغه شان ژوبل شوو اهلکارو کښې منير، سوداد اؤ مفتي محمود شاملدي، دپوليسو په جوابي کارروايۍ کښې درې ترهه ګر وژل شوي اؤ نور تښتيدليدي.
دبنو ډي ائي جي وئيلي پوليس ددهشت ګردۍ خلاف په وړومبي صف کښې ولاړ دي، مونږ دشمن ته دبزدلانه حملو په جواب ورکولو پوهيږو، ددهشت ګردو دغه شان کارروائيو سره به زمونږ حوصلې نۀ ماتيږي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0