دبارانونو له امله خېبرپښتونخوا کښې حادثې، دوه مړۀ

Jul 18, 2025 - 15:41
 0  0
دبارانونو له امله خېبرپښتونخوا کښې حادثې، دوه مړۀ

په خېبرپښتونخوا کښې داوسنيو  بارانونو له امله په مختلفو ضلعو کښې شوو حادثو کښې دوه کسان مړه شويدي.

 دصوبائي ډيزاسټرمنيجمنټ له لوري جاري شوي رپورټ ترمخه دبارانونو په نتيجه کښې  دکورونو دچتونو او ديوالونو راپريوتو پشمول  دزمکې ښوئيدو پېښې شويدي.

دپي ډي ايم  اے بيان ترمخه دسختو بارانونو په وجه بونير، شانګله، ايبټ اباد، بټګرام، کوز کوهستان او مانسهره کښې پېښې شويدي.

 په کوز کوهستان کښې دزمکې ښوئيدو په وجه يو تن مړاؤ په بټګرام کښې دچت راپريوتو په وجه يو ماشوم خپل ژوند دلاسه ورکړےدے.

 دبارانونو په سبب په مختلفو حادثو کښې ١١ څاروي مړه شوي، يو کور تباه شوے اؤ اتوو ته جزوي زيان رسيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي