پېښور، داور لګيدو په سبب ددوه زنانه ؤ پشمول څلور کسان مړۀ
پېښور( وحدت خبر) صوبائي دارالحکومت پېښور کښې داور لګيدو په يوه پېښه کښې د دوو زنانه ؤ پشمول څلور کسان پحق رسيدلي دي، داور مړ کولو په دوران ددوه فائر فائټرز حالت هم خراب شوے چې په فوري توګه هسپتال ته رسول شويدي، دا پېښه دپېښور په کوچي بازار کښې شوې ده.
دذريعو وينا ده چې په کوچي بازار کښې په يو کور کښې دشارټ سرکټ په وجه سخت اور لګيدلے دے، په اور قابو موندلو کښې دريسکيو شپږو ګاډو برخه اخستې ده.
په مړو شوو کسانو کښې رياض، رفيق، شهناز او درفيق ميرمنه شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0