ډي جي خان، ډي ائي خان اؤ لکي مروت کښې 9 ترهه ګر وژلے شويدي

Jul 5, 2025 - 23:12
 0  1
ډي جي خان، ډي ائي خان اؤ لکي مروت کښې 9 ترهه ګر وژلے شويدي

 

  د خېبرپښتونخوا او پنجاب سرحدي علاقو ډي آئي خان او ډي جي خان اؤ په لکي مروت کښې  سي ټي ډي اؤ پوليس مشترکه کارروايۍ کړيدي چې پکښې نهه ترهه ګر وژل شويدي،

دپنجاب پوليس له مخې   پوليسو او سي ټي ډي مشترکه کارروائي کړې ده   چې پکښې شپږ ترهه ګر وژلے شوي دي، ترهه ګرو قبضې نه وسله هم ترلاسه شويده ۔

بلخوا  سي ټي ډي اؤ پوليس  په لکي مروت کښې  مشترکه کارروائي کړې ده اؤ دکالعدم تحريک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) دټيپو ګل ګروپ سره تعلق لرونکي درې ترهه ګر ئې وژلي دي.

پنجاب پوليس لخوا جاري بيان کښې وئيلي شوي چې ډي جي خان کښې پوليس او سي ټي ډي مشترکه کارروائي کړې ،پۀ  دې دوران د  سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ د ډزو تبادله هم شوې ده.

پوليس  وئيلي چې مقابله کښې پنځه ترهه ګر وژلي شوي او د هغوي قبضې نه وسله هم تلاسه شوې ده ۔

پوليس وئيلي چې ددې   نه علاوه  د ډي آئي خان په کلاچۍ سيمه کښې هم سي ټي ډي او پوليس شريکه کارروائي کړې چي پکښې انتهائي مطلوب ترهه ګر وژلے شويدے ۔

د سي ټي ډي مطابق دا کارروائي د تحصيل کلاچۍ په علاقه ګره ګلداد کښي شوې ده. د وژلې شوې ترهه ګر د سر قيمت څلويښت لکه روپۍ ټاکل شوے ؤ.

اخوا دلکي مروت پوليسو ترجمان عامر خان په يو بيان کښې وئيلي دي چې سي ټي ډي  دمقامي پوليس سره په شريکه دحرم تله کلي سره نزدې بټاني نيه علاقه کښې دانټلي جنس په بنياد اپريشن کړے اؤ درې ترهه ګر ئې وژلي دي.

دپوليسو ترمخه  وژل شوي ترهه ګر دسي ټي ډي دوحيدالله، ټريفک سپاهي انور شير اؤ کانسټيبل ادريس په ټارګټ کلنګ کښې ککړ وو.  بيان کښې وئيل شويدي چې تر پينځه ويشتو منټو نښته روانه وه.

پوليسو دوژل شوو ترهه ګرو پيژندګلو  دوسيم الله عرف عمر خطابو قدرت الله عرف ابوبکر اؤ هجرت الله عرف هجرت په توګه کړې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي