چاته به دپاکستان خلاف دافغان خاورې داستعمال اجازت نۀ ورکوو، حمدالله فطرت

Jun 29, 2025 - 22:20
Jun 30, 2025 - 11:55
 0  1
چاته به دپاکستان خلاف دافغان خاورې داستعمال اجازت نۀ ورکوو، حمدالله  فطرت

پېښور( جنرل رپورټر)  دافغانستان داسلامي امارت نائب ترجمان ملا حمدالله فطرت وئيلي دي چې چاته به دپاکستان خلاف دافغان خاورې داستعمال اجازت نۀ ورکوو، دپاکستان سره ښۀ تعلقات غواړو، دواړه ملکونه دې په شريکه سازشيان  بې نقابه کړي، ټول مسائيل دمذاکراتو دلارې حل کيدے شي، پاکستان په مشکلو وختونو کښې زمونږ  مرسته کړې ده، فاصلې ختمول پکار دي، ددواړو ملکونو عوامو ته دمنفي پروپيګنډې نه ډډه کول پکار دي

 ددې خيالاتو څرګندونه دۀ په کال کښې دخېبرپښتونخوا صحافيانو  سره دخبرو په دوران کړې دهو دۀ ووئيل چې  دکوم ملک  خارجه پاليسۍ کښې  دګاونډي ملکونو سره دوستانه  تعلقات قائمول  په بنيادي اصولو کښې شامل دي، دا تعلقات نۀ صرف په سيمه کښې دامن اؤ استحکام ضامن وي بلکې  دتجارتي موقعو اؤ ثقافتي تبادلې دروازې هم پرانيزي، پاکستان اؤ افغانستان دواړه په معاشي توګه ديو بل لپاره اهميت لري، ددواړو ملکونو معيشت دومره مضبوط نۀ دے  چې  دنورو تنازعو بوج پورته کړے شي، دتعلقاتو بهترۍ لپاره ترټولو  اهم اقدام  داعتماد فضاء بحالول دي

 دۀ وئيلي دي چې کۀ چرې  تجارت اؤ معيشت دتعلقاتو بنياد جوړ کړے شي نو نۀ صرف په عوامي سوچ کښې به ورسره مثبت بدلون راشي بلکې  ددواړو ملکونو معيشت ته به ورسره هم وده ترلاسه شي،  دپاکستان اؤ افغانستان تعلقاتو نور بهتر جوړولو لپاره  معيشت، تجارت اؤ ثقافت  بنياد جوړيدے شي، دازادانه تجارت دلارې  دعوامو ترمينځ رابـطو ته وده ورکړے کيدے شي چې پکښې  امن اؤ استحکام ممکن  دے

، دۀ ووئيل چې  ددواړو ملکونو  سره تعلقاتو ته ديو نوي اړخ ورکولو موقعې موجودې دي، خپل مينځي احترام، تعاون اؤ  دامن په پاليسۍ عمل کولو سره دا تعلقات مضبوط جوړيدے شي. پاک افغان تعلقاتو کښې دبهترۍ لپاره مشترکه مفاداتو ته دپام ګرځولو ضرورت دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي