داسحاق ډار اميرخان متقي سره ټيليفوني رابطه، دمرستې په جاري ساتلو اتفاق

Jun 2, 2025 - 22:27
 0  0
داسحاق ډار اميرخان متقي سره ټيليفوني رابطه، دمرستې په جاري ساتلو اتفاق

مرستيال وزيراعظم اؤ خارجه وزير اسحاق ډار اؤ  دافغانستان  دبهرنيو چارو ووزير اميرخان متقي ترمينځ اهمه ټيليفوني رابطه شوې ده چې پکښې دازبکستان، پاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دريلوے لائن فريم ورک په زر تکميل اتفاق شوے دے.

 دميډيا رپورټ ترمخه اميرخان متقي دپاکستان لخوا  دخپلو سفارتي تعلقاتو دسفير کچې ته دغزولو فيصله غوره ګرځولې اؤ وئيلي ئې دي چې  افغانستان هم ددې نوعيت اقدام کړے دے.

 دواړو مشرانو دپاک افغان خپل مينځي اعتماد دودې لپاره دمرستې په جاري ساتلو هم اتفاق کړے دے. دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ   په تعلقاتو کښې دبهترۍ  عمل ته په سيمه کښې امن استحکام اؤ خصوصاً   دمعاشي ترقۍ په عمل کښې  داهم محرک په توګه کتل کيږي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي