دهند لخوا دپاکستاني طيارو درانسکورولو بيان "بکواس" دے،امريکائي تجزيه کاره

May 17, 2025 - 00:00
 0  0
دهند لخوا دپاکستاني طيارو درانسکورولو بيان "بکواس" دے،امريکائي تجزيه کاره

هندي صحافي  کرن تهاپر ته دانټرويو ورکولو په دوران امريکائي مصنفې اؤ دفاعي تجزيه کارې پروفيسر کرسټين فيئر دهند لخوا دپاکستاني طيارو درانسکورولو دعوه "بکواس"  ګرځولې او مسترد کړې ئې ده.

 دانډي پينډنټ اردو څانګې ترمخه کرن تهاپر  جارج ټاؤن يونيورسټۍ کښې  دسيکورټي اسټډيز پروګرام سره وابسته پروفيسر کرسټين فيئر نه پوښتنه کړې چې  هندي ډائريکټر جنرل ايئر اپريشن، ايئر مارشل اے کے بهارتي  پخپل پريس بريفنګ کښې دعوه کړې ده چې هند په نامعلوم شمير کښې پاکستاني جهازونه رانسکور کړيدي

په دې کرسټين فيئر  ناڅاپي جواب ورکړے چې دا "بکواس" دے.

 هغې وئيلي  ددې دعوې په حق کښې دهند سره هيڅ ثبوت نشته، بلکې په ٢٠١٩م کښې پاکستاني ايف-١٦ درانسکورولو چې کومه دعوه شوې وه، دا دهغې نه هم زياته پارونکې ده.

 هغې وئيلي زۀ په ٩٩ فيصده يقين سره وايم چې پاکستان دهند دوه جهازونه رانسکور کړي کوم چې رفال وواو غالب امکان دے چې دهند پينځه جهازونه تباه شويدي.

 دا انټرويو په سوشل ميډيا  وائرل کيږي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي