خېبرپښتونخوا اسمبلي اين ايف سي کښې دصوبې دبرخې اخستو لپاره متحد
پېښور( وحدت خبر) خېبرپښتونخوا اسمپلي قومي مالياتي کميشن( اين ايف سي) کښې دصوبې دبرخې اخستو لپاره متحد شوې ده. په څلورم دسمبر داين ايف سي کيدونکي اجلاس کښې دصوبې موقف پيش کولو په حواله د دخېبرپښتونخوا حکومت اپوزيشن جماعتونه په اعتماد کښې اخستي دي. دميډيا رپورټونو ترمخه په صوبائي اسمبلۍ کښې اپوزيشن جماعتونو دصوبې دحقونو حصول لپاره دحکومت دمرستې کولو اعلان کړے دے. دحکومت موقف دے چې هغوي به اين ايف سي اجلاس کې دصوبې برخې دسيوا کولو غوښتنه کوي. دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس دسپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ کشې وشو، دپيپلز پارټۍ احمد کنډي تجويز پيش کړو چې په څلورم دسمبر دقومي مالياتي کميشن اجلاس کيږي، دمعمول کارروائي دې ودرول شي اؤ په دې دې دبحث اجازت ورکړے شي په دې اجلاس کښې دمعمول کارروائي ودرول شوه اؤ په اين ايف سي بحث وکړے شو. حکومتي ارکانو عبدالکريم خان، منير حسين لغاني، داودشاه، داطلاعاتو خصوصي مرستيال شفيع جان پخپله وينا کښې ووئيل چې داين ايف سي لاندې چې دخېبرپښتونخوا کوم حق جوړيږي ، وفاق هاغه حق نۀ ورکوي. حکومتي غړو ووئيل چې دقبائيلي ضلعو دانضمام نه پس دخېبرپښتونخوا رح سيوا شوې ده، وړومبے دا شرح 14.4 وه کومه چې اوس نولس فيصده ته غزيدلې ده، دبجلۍ خالصې منافعې اؤ اوبو په استعمال هم زمونږ حق نۀ شي راکولے،دا صرف دتحريک انصاف نۀ بلکې دخېبرپښتونخوا مامله ده، په دې ټولو سياسي جماعتونو ته هم غږ پورته کول پکار دي. دوي ووئيل چې دائين مطابق هر پينځه کال پس اين ايف سي تشکيل کيږي خو دنوي اين ايف سي په تشکيل کښې ځنډ کولے شي، قبائيلي علاقې ددهشت ګردۍ سره مخ دي، قبائيلي علاقې چې شامل شوې نو ددهشت ګردۍ خلاف ديو فيصد برخې راکولو فيصله وکړے شوه خو هغه هم نۀ شي راکولے، داين ايف سي مسئله سياسي جوړه کړے شوې ده، دا ائيني مسئله ده، دسياست نه بالاتر مونږ ته دصوبې دحقونو لپاره غږ پورته کول پکار دي. په دې موقعه پخپله وينا کښې اپوزيشن غړو ارباب عثمان، نثار بازخان، سردار شاه جان ، احمد کنډي، اشبر خان جدون، امنه سردار اؤ نورو ووئيل چې دصوبې دحقونو حصول لپاره ټول اپوزيشن دحکومت دمرستې لپاره تيار دے.ارکانو موقف اختيار کړو چې په خېبرپښتونخوا کښې دا دتحريک انصاف دريم حکومت دے خو دصوبې کيس دوفاق په مخکښې پيش نۀ کړے شو، کله چې دصوبې دحقونو خبره راشي نو صوبائي کابينه دشګې ديوال ثابتيږي. دوي ووئيل صوبائي حکومت داين ايف سي لاندې دصوبې دحق خبره کوي خو د پي ايف سي لاندې ضلعو ته حق نۀ شي ورکولولے، بلدياتي نمائندګان بې اختياره دي، مقامي حکومتونه تش په نوم دي، په نعرو لګولو سره به حق نۀ ترلاسه کيږي، په کښيناستلو سره به خبره کول وي، دوفاق خلاف په محاذ ارايۍ سره به حقوق ترلاسه نه شي، وزيراعلى دې اپوزيشن دځان سره بوځي اؤ داين ايف سي مقدمه دې وکړي.
په عين حال کښې صوبائي وزير مينا خان وئيلي دي چې وزيراعلى داين ايف سي په اړه دخېبرپښتونخوا مقدمه په موثره طريقې سره پيش کړې ده، په اين ايف سي کښې زمونږ برخه ١٤ اعشاريه شپږ دوه جوړيږي. دارټيکل ١٠٧ لاندې په واضحه توګه ليکل شويدي چې دا به په څلورو صوبو تقسيمي، يو فيصد ددهشت ګردۍ خلاف دجنګ لپاره مختص کړے شوې وه، نن فاټا دخېبرپښتونخوا برخه ده، نوي فيصده شهادتونه دخېبرپښتونخوا عوامو سره فورسز ورکړيدي. صوبائي وزير ووئيل چې دسل اربو روپو ضم ضلعو لپاره په کليز بنياد دورکولو وعده شوې وه، د٢٢ نه ٢٥ اربو روپۍ دقاضي فارمولې لاندې بقايا ده، دضم شلعو اخراجات ١٣٠ اربه روپۍ دي، اتيا اربۀ روپۍ دخېبرپښتونخوا حکومت ادا کوي، کۀ په اين ايف سي کښې برخه اؤ نور بقاياجات صوبې ته ترلاسه شي نو صوبه به ترقي وکړي. دۀ ووئيل چې مونږ دچانه خيرات نۀ غواړو، دا ټول وسائيل زمونږ دي اؤ دا زمونږ حق دے،
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0