مستونګ،يوه هفته وړاندې دبې درکه شوي ډي ايس پي لاش برامد

Oct 24, 2025 - 12:00
 0  1
مستونګ،يوه هفته وړاندې دبې درکه شوي ډي ايس پي لاش برامد

د نوشکي پوليس يو لوړپوړے افسر، چې له يوې اوونۍ راهيسې لادرکه و، جسد ئې د مستونګ  ضلعې د کردګاب سيمې نه موندل شوے دے۔ د ډان  ورځپاڼې د راپور له مخې، ډي‌اېس‌پي محمد يوسف ريکي د تېرې اوونۍ په پای کښې له نوشکي نه کوئټې ته روان و، چې د لارې نه ورک شو۔ د پوليسو په وينا، نامعلومو وسلوالو کسانو ډي‌اېس‌پي محمد يوسف ريکي د کرګينه په سيمه کښې هغه وخت تښتولے و، کله چې هغه په سفر و۔ د امنيتي ځواکونو له خوا د لادرکه افسر د لټون لپاره د سيمې نه پلټنه پيل شوه، خو هغه ونه موندل شو۔د مستونګ د ادارې يوه چارواکي وويل چې سيمه‌ ايزو چارواکو ته د يو  بې‌درکه مړي خبر ورکړل، پوليس کردګاب ته ورسېدل، مړی ئې خپله ولقه کښې واخيستو او د قانوني کارروايۍ لپاره ئې د کوئټې  روغتون ته يوړو۔ د کردګاب د پوليسو د اېس‌اېچ‌او غلام سرور په وينا، وژل شوي افسر د سر او د بدن په نورو برخو  د ډزو زخمونه  لرل پوليسو وويل چې ډي‌اېس‌پي ريکي   پنځه ورځې وړاندې، د شنبې او يکشنبې تر منځ شپه له نوشکي نه خپل کور ته روان و، خو نامعلومو وسلوالو کسانو د مستونګ او سوراب تر منځ د کردګاب سيمې ته نزدې د هغه موټر ودرولے او له موټر سره يو ځائے  ئې تښتولے و۔

د تښتونې څو شېبې مخکښې، ډي‌اېس‌پي محمد يوسف ريکي خپلې مېرمنې ته ټيليفون کړے و او ويلي ئې وو چې وسلوالو کسانو د ده مخه نيولې ده، بيا ورسره اړيکه پرې شوه۔

د لومړنيو پلټنو له مخې، افسر يوازې په سفر و، له ده سره امنيتي ساتونکي نه وو او ده د قومي لويې لارې پر ځائے يو لنډ خو له خلقو تش او غرنۍ لاره غوره کړې وه۔ د ده موټر تر اوسه نه دے موندل شوے۔

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي