پېښور کښې دوه مړي برامد
دپېښور حيات اباد اؤ پهندو علاقو نه دوه مړي برامد شويدي، پوليسو په پراسراره توګه دمړو شوو دې کسانو مړي دپوسټ مارټم لپاره هسپتال ته منتقل کړيدي، دپوليس رپورټ ترمخه دپهندو تاڼې علاقې اخون اباد نه برامد شوي مړي پيژندګلو داسماعيل په نوم سره شوې ده چې داخون اباد اوسيدونکے ؤ، پوليسو اندېښنه څرګنده کړې چې دغه تن دزياتې نشې داستعمال په وجه پحق رسيدلے دے. اخوا حيات اباد نه هم يو مړے ترلاسه شوے دے، پوليسو دمړ شوي تن دوارثانو لټون شروع کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0