پېښور، دډزو دوه پېښو کښې ديوې جينۍ پشمول دوه تنه مړۀ
پېښور کښې دډزو په دوه مختلفو پېښو کښې ديوې جينۍ پشمول دوه کسان وژل شويدي.
دپېښور خواؤشا علاقې خزانه کښې په مبېنه توګه دګولۍ چليدو له امله اتلس کلنه جينۍ پحق رسيدلې ده، پوليسو دپوسټ مارټم نه پس لاش وارثانو ته سپارلے دے، درپورټ درج کيدو وروسته دمختلفو زاويو نه تفتيش شروع کړے شوے دے.
دپوليسو ترمخه تيره ورځ عزيز خان نومې تن رپورټ درج کړے چې دهغه اتلس کلنې لور دبسترې نه تمانچه راپورته کوله چې په دې دوران تمانچه په زمکه پريوته اؤ وچليده چې له امله ئې هغه ژوبل اؤ وروسته ئې هسپتال کښې ساه ورکړه، پوليسو مقدمه درج کړې اؤ تفتيش ئې شروع کړے دے.
بلخوا دښار دننه په مصروف ترين بازار ګهنټه ګهر کښې مشهور کبابي ادم خان دزوې سره دپخوانۍ دشمنۍ په بنياد په ډک بازار کښې ډزې کړيدي چې له امله ئې يو ځوان لاروے پحق رسيدلے اؤ دوه لاروي ژوبل شويدي، دواړه ژوبل شوي بائيکيا موټرسائيکل ډرائيوران دي ، دډزو له امله بازار کښې منډې ترړې جوړې شويدي، پوليس موقعې ته رسيدلي اؤ يو ملزم ئې دوسلې سره نيولے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0